د ایکنا د راپور له مخې، د صهیونیستي رژیم له بریدونو وروسته چې د ایران پر اسلامي جمهوریت ئې کړي، او په داسې حال کې چې د اسلامي انقلاب دښمنان په بېلابېلو دسیسو سره هڅه کوي د ستر ملت روحیه کمزورې او خلک ناامیده کړي، د «فتح» په نامې سره دغه قرآني کمپاین پیل شوی دی.
د دغه کمپاین هدف د اسلام د لښکرو د مبارزانو د روحیې پیاوړې کول، په ټولنې کې هیله او آرامښت خپرول او د قرآن د الهي پیغام ملي او نړیواله پراختیا ده.
مشهور قاریان، ځوانان او د قرآن فعالان کولای شي د فتح سورې لومړني آیتونه، د آل عمران سورې ۱۳۹ آیت، د نصر سوره او نور آیتونه تلاوت کړي او د خپلو ویډیو فایلونه د «fathadmin» آ درس ته په ایتا، بله او نورو ټولنیزو رسنیو کې واستوي.
په همدې لړ کې د سید مصطفی حسینی لخوا د انفال سورې د ۱۵ او ۱۶ آیتونو تلاوت هم خپور شوی چې ایکنانیوز ئې ستاسو خدمت ته هم و ړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4294859